غزل
شبگير وهلی زما نظر دی
Hamza Shinwariشبگير وهلی زما نظر دی
که ستا په نظر د خوب اثر دی
خوی بوی مې نظر د سپېلني کړي
شايد چې په ما د چا نظر دی
زه شپې روڼوم تش خيال يې
آفاق کې نور د کوم قمر دی
ورو ورو مې شباب دود کړه اشنا
محفل کې په کار دې يو اگر دی
بې دې چې بقا په فنا اخلې
بل عشقه په تا کې کوم هنر دی
دا څنگ له ځانه بې خبر شوم
ما هم کړه خبر د چا خبر دی
مقصد مې مقام ستا شو حسنه
حاصل د سفر زما سفر دی
چوړوه د فراق بلا خوږه شپه
نن ما نه خفه زما سحر دی
زړگي ور سره په مشغولا دي
لېمې لټوي چې څوک بهر دی
تندی وي د وخت زما په پښو کې
تندی مې ايښی د چا په در دی
چړکاو دې کړه ورشو د سترگو
حمزه د ښکليو په دې گوزر دی