نظم
شاعر
Ghani Khanپرچې د شهباز لرې اؤ سترگې د عقاب
زړۀ پوست د بلبل، خوږې خبرې د ښارو
سر ډک د خوبونو، لکه مينه دقارون
سترگې مينه ناکې مستې سترگې د مجنون
چل د سامری اؤ پاکې گوتې د موسی
تور د غم صليب، په سپيڼولو دعيسی
تن ئې سر رباب چې د قسمت گوتو کښې هنگ کوی
خوله ئې د گونگرو چې د جانان په پښو کښې شرنگ کوی
دے دې گوتې پورته کړی، نامه دې د يار وليکی
څۀ چې قلم نۀ ليکی هغه دې خُمار وليکی