غزل
شهرت د عقل له نامه دافلاطونه نه ځي
Gul Pacha Ulfatد ازادی مينه هېڅکله له پښتونه نه ځي
که هر څه لاړ شي له دې د هر او جهانه ځنې
د بل له جغ لاندې ژوندی ويښ ملتونه نه ځې
أ زادیمعراج ته نه رسېږي هغه کسان
چې د غيرت او ننګ په لار کې يې سرونه نه ځې
په توره باندې چې مړ نه شي څوک يې نه پېژني
داسې مزار ته پښسنې ملالی نجونه نه ځې
سرومال ځې د عشق په لار کر خاورې کېږي ږړونه
د ليلی مينه پس له مرګه له مجنونه نه ځې