غزل

شیبې دانتظار دی په لیمو درته ساتو

Abdul Bari Jahani

اغزې نه دې دالار ی په بڼو درته ساتو

په شرنګ مو چی ټولۍ دغمازانوویښه نه شې

محرم به لیونتوب دزولنو درته سا تو

ازل مو نذرانه دسو زیدو منظوره کړې

هر پل دې تر در شله په لمبو درته ساتو

چې سترګې درقیب دې په جلوه روښانه نه سې

جانانه رباتونه په تیارو درته ساتو

ستا شپی دې وې روښانې موږ دی سوزو لکه شمعې

بیړی دې په پانوس کې په ګزمو درته ساتو

وعده مو له فریاد او له قسمته سره کړې

دردونه لکه ژبه دزخمو درته ساتو

یوه شپه یو راغلې بی اختباره بی خبره

شبنم غوندی مو کډی پرغونچو درته ساتو

نن جنګ ته یو راغلې جهانې ستنیده نسته

مور چل په ککریو په پښتو درته ساتو