نظم

صحيح فکر

Gul Pacha Ulfat

که مې سر شي دهاتي له پښو لاندې

که له پاسه مې راغورځوي دلاندې

که دزور او زورورو له هيبته

دغه ځمکه او اسمان شي لاندې باندې

تور ته سپين نشم ويلی سپين ته تور زه

دا اميد دې څوک له مانه هېڅ نه کاندی