نظم
شيطاني دعا
Abdul Bari Jahaniدوه ياران سره ملګري وه كلونه
يو يې ژوند يو دسترخوان و يوه خونه
يو يې ټينګ پر عبادت مسلماني و
تل پر وخت به يې كول پنځه لمونځونه
د كال ښې ورځي به تل روژه په خوله و
كله كله يې د شپې كول نفلونه
د پيرانو د شيخانو اخلاص مند و
په هر ښار كي ور معلوم وه زيارتونه
يوه ورځ سهار وختي لاس په دُعا و
لوى څښتن ته يې زارۍ كړلې خواستونه
ويل خدايه ګناهونه مي مهاف كې
ما ته را مه كړې په برخه دوږخونه
دروازې دي د كرم كړه راته خلاصي
دښمنانو ته نصيب كړه دوږخونه
په طاعت مي سپيني كړي درته شپې دي ـ
شپه په ورځ درته كوم عبادتونه ـ
دې وطن كي دلته داسي بندګان دي
چي يې خوښ دي د لمانځه پر وخت خوبونه
نه زما چيغي نه آذان د ملا اوري
ستا پر نوم باندي كاڼه كي دوه غوږونه
په بستر كي يې اوږدې پښې غځولي
دوى به هم د جنت غواړي نعمتونه
پر ځاى پروت كړ سر راپورته ويل خوار سې
له خپل خدايه درته غواړه جنتونه
ځه مېلې كوه د حورو په لښكر كي
دربخښلي مي قصرونه كوثرونه
شل جنته او زر حوري دي نصيب سه
خداى ته ولي كوې زموږ شيطانتونه