نظم

شجرة الرضوان

Gul Pacha Ulfat

د شاعر فلسفه : نه پوهېږم چېرته تلمه؟ څه مې کار و؟

خوملگری مې د لارې يو هوښيار ؤ

راته کړې يې د حکمتت او پند خبرې

لارښودنه يې په لاره کښې شعار ؤ

مشائين شوه راپه ياد دده صحبت کښې

د اشراق له فلسفې ښه خبردار ؤ

هوښيار زړه او بينا سترگې يې لرلې

ور سره نه کتابونه نه اسفار ؤ

د جهان په جريده کښې يې وو لوستی

د حکمت چې څه رمزونه څه اسرار ؤ

تلو په لاره مخ کښې راغله وياله لويه

چې لوی پول ورباندې ايښی د چنار ؤ

هغه لوړ قدوقامت ؤ پښو لاندې

چې جگ کړی د هوا لورته گلزار ؤ

سل بهاره يې ليدلی وو جهان کښې

عاقبت کښې له هر چا نه خوار وزار ؤ

ماوې پس له جگېدو چې پرېواته شته

د چنار دومره جگوالی څه په کار ؤ

د لوړتيا چې دا انجام او دغه حال دی

لوړېدل او جگېدل يوخوشې زيار ؤ

راته وويل ملگری دا څه وايې

رامعلومه شوه چې ډېر ناقص ملايې

ظاهربين يې ستا په سترگو کښې نقصان دی

تا ليدلی په بل راز دغه جهان دی

ستا نظر کښې مدام هغه څوک جگ ښکاري

چې يې سراوچت په لوری داسمان دی

د لوړوالی حقيقي مفهوم دې هېر شو

هغه جگ گڼې چې جگ ځای يې مکان دی

لوړتيا غواړې په اوچتو بنگلو کښې

پيدا شوی درته څه غلط گمان دی

که هرڅومره دهوالورته اوچت شې

ټيټ او پست يې که دې خوی د ټيټ حيوان دی

دغه پول چې سمه لار کښې په کار شوی

د پوهانو په نظر کښې يې لوړ شان دی

کوم لرگی چې ورنه جوړ د لارې پول شي

که پوهېږی د خليل د نخلستان دی

په ښه لاره کښې صرفېږي ښه ښاخونه

مفهوم دغه شجرة الرضوان دی

د طيبې او خبيثې ونې فرق کړه

خير و شر صحيح معيار صحيح ميزان دی

بده ونه ټيټه بوله په هر حال کښې

د نېکۍ دونې ښاخ پاس په اسمان دی

هغه لوړ دی چې يې خير رسي انسان ته

هغه ټيټ دی چې پکښې ضرر او زيان دی

له سل گزه دار نه جگ دی په معنی کښې

هغه پول چې پرې قدم ايښی انسان دی

مجرمان هم جگ په دار باندې ځړېږی

هر يو جگ کله سرلوړی په جهان دی

په نظر دخير و شر ورلره گوره

که لرگی دی که انسان دی که حيوان دی