نظم

شمع

Ghani Khan

محفل له شوه رڼا شمعې له سوز او ورکېدل شو

اؤ چاله رنگ محل کښې پټې سترگې ړندېدل شو

شوه يو له د ښکاری مستی دلټ د چل ددام

او بل د زرکې زوےئ نصيب ئې دام کښې لگېدل شو

شويو له سره گلونه، ماښامونه او جامونه

او بل ته دغه دواړه لوږه تنده ژړېدل شو

اوگوره انسان ته چې بادشاه د ځناورو دے

دي که ډېر زور وکړی وتے نه شی دخپل ځانه

دې دخپل وجوده د خطر ته لوئېدے نه شف

سل ځله که جمع کړی گلونه دايرانه

دے د خپله ځانه د جهانه روکېدے نه شی

کله د منبر نه تاؤ شی کله دجانانه

څه وکړی غريب دا په لکهاؤ قلا گانو بند

دې که ډېر زور وکړی وتے نه شی د خپل ځانه

دا څنگ به ستا حساب وی تۀ تلے په کومه تله

د ړوند د رنگ تول او دگډا تپوس د شله

دا څه شو رنگ سپرلی له گل له مرگ او رژېدل شو

محفل له شوه رڼا، شمعې له سوز اؤ ورکېدل شو