غزل

شپه خو ده لا ډېره چې د ستوريو نه دي مړې ډيوې

Hamza Shinwari

شپه خو ده لا ډېره چې د ستوريو نه دي مړې ډيوې

څنگه دې لا اوښکې له ماښامه کړې تسپې ډيوې

وادې ړوه زلفې چې محبوبې شي د شپې ډيوې

مخ دې کړه څرگند چې په سلگو سلگو شي مړې ډيوې

تا چې سپوږمۍ مخيه پينځلسمه شپه نېټه کړله

سيند مې د جذباتو لا د اوس نه دی ډيوې ډيوې

کړل مې اميدونه انتظار اور اور کو غوندې

ټوله شپه به ما کړې کله بلې کله مړې ډيوې

گوره رقابت چې اشنا راغی، گل يې ونيو

او گنې ترې وړاندې ځلېدې او موسېدې ډيوې

زه ايله سحر کې ستا رڼا ته ملتفت شومه

وايه تا د چا په انتظار کړې شوگيرې! ډيوې؟

ستا په دې ښکلا او پسته ژبه تېروتلی و

هېڅ نه و خبر چې ته پخپله سوځېدې ډيوې

کار دې د روښانه زړه شاعر تر سره نه کړلو

ډېره په تيارو د خپل محيط وژړېدې ډيوې

ده دهر انسان هره وينا گويا وينا زما

وي يوه رڼا يې که څو ډېرې بلېدې ډيوې

دا خوهېڅ زما د اسوېلو اوښکو جواب نه دی

ته چې په سحر کې لوگېدې او څڅېدې ډيوې

سوځي پتنگان پرې خو ژوندون يې لا ځلا و کا

دوه سترگې د يار مې دي دوه ښکلې پښتنې ډيوې

پرېږده چې حمزه يې تصور د اننگو کوي

ای د سحر باده ورته ولې مړې کوې ډيوې