نظم
عشق
Gul Pacha Ulfatعاشقانو سره ويره د سر نشته
هسې نه چې د عشق لار کښې خطر نشته
فرهادي عزم له عشقه پيدا کېږي
د عاشق په مخکښې هېڅکله غر نشته
کارغه نه رسي مقام ته د بلبلو
ورسره دعشق او ميني وزر نشته
عشق او مينې د بورا مينه گلزار کړه
سعادت ته بله لار د بشر نشته
د زاهد په امسا باندې جهاد نشي
غازي نه دی ورسره که خنجر نشته
دعاشق په برخه دار دی رسېدلی
د منصور جلوه په سر د منبر نشته
سربازی دعاشقانو لوی صفت دی
د خليل له سرو اورونو حذر نشته
په کوم ځای کې چې فرهاد او مجنون نه وي
هلته سترگې او صاحب دنظر نشته