غزل

شومه واصل چې بې نظر لاړم

Hamza Shinwari

شومه واصل چې بې نظر لاړم

دا مې هنر شو بې هنر لاړم

اوس اشارې راته کوې دننه

چې در پسې له ځان بهر لاړم

څه خو خبر ومه پوهېږمه زه

د يار کوڅې ته بې خير لاړم

ښکلی اشنا ځيگر په لاس راووت

زه چې مخلص لکه اثر لاړم

اوس برابر راته کتی شې اشنا

زه دې په زړه کې وم خطر لاړم

هغه افق ته، که يې عمر و کم

زه په خندا لکه سحر لاړم

حمزه هر در و داشنا، خو نه و

ورپسې زه چې در په در لاړم