غزل
شوې له عقل نه مغلوب ولې وحشته
Hamza Shinwariشوې له عقل نه مغلوب ولې وحشته
څو نارونه فريادي دي په گرېوان کې
د نقطو او د لمحو شعوره وايه
څه وحدت دی په زمان او په مکان کې
د رڼا په طلب تلليو لارويو
د تيرو شعور مو شته دی په وجدان کې
د پرېووتو دا جرگه چې شي پرېشانه
پس له هغې به شي روغه په افغان کې
درنه خپله پښتو لار غلطه نه کړي
هر تو که خلک گډ شوي په کاروان کې
بړبوکۍ که لېونۍ گډا را زده کړې
کندې جوړې کړې اوبو په بيابان کې
حمزه تنده د فطرت مې نه ماتېږي
چې ناوې ته کاسه نيسم په باران کې