نظم

صياده

Gul Pacha Ulfat

ستا له لاسه دا ښايسته هوسۍ زخمي شوه

ستا پنجره کښې ډېره ښه مرغۍ بندي شو

د درياب کبان په اور وکړول تا

دهوا مرغان بېشماره ووژل تا

مگر ښه ده په دې کارگناه گار نه يې

که سل وژنې ملامت او خونکار ته يې