نظم

سياست

Gul Pacha Ulfat

سياست د عقل، فکر زرنگي ده

خو که ځان څوک زرنگ ښيي لودگي ده

چل، فريب، ټگي يې وه تو ښه دلارې

چې راغلی له کاله د فرنگي ده

په زړه يو راز په خوله بل راز عمل بل راز

دظاهر باطن خلاف فرزانگي ده

سياست او اخلاق نه سره جوړېږي

د يزيد او د حسين بېگانگي ده

په مطلب يې هر څوک نشي پوهېدلی

اشارونه جوړه ژبه دگونگي ده

اتفاق کښې يې نفاق پټ دی هر گوره

آزادي يې په بل ډول بندگي ده

منگي ډک وي له اوبو نه خوله يې وچه

سياست سره همدغه شان ټگي ده

ټگي مه کوه د بل په ټگۍ پوه شه

په ټگۍ نه پوهېدل خوسادگۍ ده

د شپو ورځو له رنگونو معلومېږي

زمانې بده گڼلی يکرنگي ده

چې هر وخت کښې ډېره ښه ښکارېږي هر چاته

د سپين مخ او تورو زلفو دو رنگي ده

د ژوندون تابلو ته ښايي ډېر رنگونه

څه بېخونده په يوه رنگ زندگي ده

چې مدام په يوه رنگ باندې ليده شي

توره ورځ د غريب بڼه د زنگي ده

ټول عالم که مددگار د بېچاره شي

بيا هم گوره دا چاره بېچارگي ده

چې ژوندي غواړي له مړونه مرادونه

دغه رنگه زندگی خود مرگي ده