نظم

سکون او حرکت

Gul Pacha Ulfat

تقدم او تاخر: يوه ورځ د خپل هېواد په ښکلو غرو کښې

په ښايسته گڼو ځنگلو اوش نو درو کښې

گرځېدمه هر طرف لېوال زه

چې بېولی هلته وم د اشنا خيال زه

غرونه ډک وو له وښو او زېړو گلو

د شبنم په شان باران په ورېدلو

يو طرف ته دمرغانو چغهار ؤ

بل طرف ته شورو شر زوږ د آبشارؤ

غر له توروورمو ډک ؤ د مالدارو

کېږدۍ تورې ودرېدې په ځای د واورو

له هر ناوه د شپنو آواز اوچت ؤ

د شپېلو آواز پيغام د مسرت ؤ

سيسۍ زرکې به ازاده گرځېدلې

په ډېر شوق يې د بهار ثنا ويلې

مستي زياته وه د شپو ورځو مينا کښې

د شرابو تاثير ؤ آب و هوا کښې

پېغلو جونو په اور بل کښې سوغاتونه

اشنايانو ته راوړل زېړی گلونه

که رشتيا وايم په داسې ښه ورشوکښې

شپونکی ښه يم نه بادار لويو ښارو کښې

يوې خواته غر ولاړ ؤ درناوۍ کښې

بلې خواته سيند روان ؤ په مستۍ کښې

د سکون او حرکت فلسفې دواړه

ښکارېدل څنگ په څنگ غاړه په غاړه

غره وقار او متانت راته ښودلو

درياب امر د مستۍ راته کولو

يو ساعت به د غره سرته و ختم زه

د اسمان وريځو سره په غږېدم زه

بيا به راغلم لکه تږی د سيند خوا ته

ښه به ځير شوم د درياب شوروغوغا ته

له اسرارو له رموز وډک حالت ؤ

دا هېواد د تماشو که د حکمت ؤ

سيند روان و، يو ساعت يې سکون نه ؤ

خو په هېڅ راز يې له غره نه بېلتون نه ؤ

له ډېر وخته دغه سيند او دغه غر ؤ

چې ليدلی خوا په خوا شام و سحر ؤ

دومره پوه شوم په تخمين او په گمان

چې پخوا له غره نه سيند نه ؤ روان

ددې غره اوښکې خولې دی چې بهېږي

د درياب او سيندپه نوم باندې يادېږي

اول وريځ وه بيا شوه واوره بيا درياب شو

چې روان په مخ د ځمکې شوبېتاب شو

چېرته ځي منزل يې کوم دی خبر نه دی

له دې غره ځنې پيدا دی خوغر نه دی

ټول موجونه يې فاني دی او آني دي

خو د غره په نظر واړه پخواني دي

که سيند نه وی بيا به نه وی دا موجونه

مگر بې موجه هم نه وينو سيندونه

موج له سيند ځنې پيدا دی ښه پوهېږم

په تقديم او په تا خير کښې حيرانېږم

سيند او موج دواړه يو ځای دلته راغلی

شپو او ورځو دواړه يوځای دی ليدلی

که آغازو که انجام ؤ که وجود ؤ

د مجهولې معما په څېر موجود ؤ

په دې فکر کښې نور ورک شوم له خپل ځانه

زورور باران شو ښکته له اسمانه

په يوه ساعت کښې جوړ ترېنه سېلاب شو

راروان په شور او زوږ مخ په درياب شو

د درياب موجونه زيات شوه له پخوا نه

دا معنی داسمان وريځو کړه عيانه

چې پخوا دغه سېلاب ؤ په هوا کښې

نه يې موج نه يې مستي وه په فضا کښې

اوس پيدا ورته دا موج اودامستي شوه

چې هېواد کښې د مستانو يې هستي شوه