نظم
سندره
Abdul Bari Jahaniچي د شمعي د پتنګ سره پيمان وي
ستا د حسن زما د ميني به داستان وي
چي ژوندى وي لا مجنون په افسانو کي
چي فرهاد وي په شېرينو داستانو کي
چي ساقي وي چي ګناه چي خرابات وي
چي زاهد وي چي تسبيح چي مناجات وي
چي لا پاته د خيام په خم کي زور وي
چي لا نوم د مستۍ پاته چي لا شور وي
چي لا سوز وي د مطرب په ترانو کي
جهاني به وي ژوندى په زمزمو کي
ـ چي رويبار وي چي وصال وي چي هجران وي
ـ چي فلک وي چي تقسيم وي چي زمان وي
ـ چي نسکور په دې کوڅو کي لا رندان وي
ـ چي بوډى آسمان ولاړ لکه کمان وي