غزل

څو چې وينه د عاشقو ارزانېږي

Hamza Shinwari

څو چې وينه د عاشقو ارزانېږي

ستا د وصل د شرابو گراني نه ځي

ستا دزلفو په نگهت زما قم دی

له جامې چې شوم بهر پرېشاني نه ځي

آيينه دې د جبين ډکه له آبه

دبهزاد او ماني حيراني نه ځي

د نظر لمن دې راښکارې تېرېږي

اوس خو ستا د تهمتي عُرياني نه ځي

ستا خنده ته دې حيران ودانو نکيه

د حمزه د زړه د کور نه وراني نه ځي