غزل
څو که مې غم په انتها ښکاري
Hamza Shinwariڅو که مې غم په انتها ښکاري
لا دې کرم په ابتدا ښکاري
چين په جبين شې چې دې ستايمه زه
په هر انداز کې دې ريا ښکاري
چې په خندا کوې کلام را سره
لا مې دوران د ابتلا ښکاري
شندې راوشوې چې مېن شوم په تا
وهمي دنيا راته رښتيا ښکاري
دُر چې د اوښکو راوباسي د زړه
غم د پی مخو مرجوڼا ښکاري
سترگې له يو بلې پناه ښې دي
يو دي مېن که دوه جدا ښکاري
کم سنه وادې خلم د سترگو بلا
ډېرې اودې پکې بلا ښکاري
نم مې د زړه نه شو لېمو ته روان
راز دې په لاره د افشا ښکاري
د انتظار دې ځنکدن شو حمزه
ډيوه سلگۍ کوي سبا ښکاري