غزل

څوک چې يار د يار د پاره نه وي هغه يار نه گڼم

Hamza Shinwari

څوک چې يار د يار د پاره نه وي هغه يار نه گڼم

هغه چې په ميو کې هوښيار نه شي هوښيار نه گڼم

خيال مې و، چې خوب راته يادېږي نه که خوب نه وينم

تل تر تله ويښ يم که اهم د دنيا کار نه گڼم

تلی چې په لار د بې لارۍ نه وي بې لارې به وي

دی که ځان ته څو وايي په لار، زه يې په لار نه گڼم

کار چې د غازې ورته ونه کړي بوږنېدلې حيا

وي به آيينه د خودبينۍ زه يې رخسار نه گڼم

الوزي په باد چې، هغه زلفې تار په تار نه گڼم

نه چې نښلي يو بل سره دا څه انتشار نه گڼم

تا د غيرو مخکې په خندا زه مخاطب نه کړمه

څو که زه د غير په مخکې ستا له قهره عار نه گڼم

لا خو زه بربنډ يمه چې تار مې د هستۍ پاتې دی

وايه ته ستار نه يې که زه دې لا ستار نه گڼم

ماته دې په تريو تندي اختيار راکړو د سوال خو څه پرې

ای زما خوږه لاليه دا خو اختيار نه گڼم

ما ويل چې پوهه شومه ستا مينه يو خوب و اشنا

وي چې څوک په خوب کې کړي وينا هغه بيدار نه گڼم

يو د پيمانې د پرېوتو اواز به ياد وي ورته

دی که له دې نور څه لري ياد، هغه ميخوار نه گڼم

ستا هغه اقرار چې په خندا به و انکار به شولو

نن چې په خندا کوې انکار زه يې انکار نه گڼم

څو که منظمه دا هستي لکه نغمه ښکارېږي

ولې زه حمزه به يې مال د انتشار نه گڼم