نظم

سوټي

Gul Pacha Ulfat

د سوټي او سياست خود قديمه آشنايي ده

د سوټي په زور يې کړې په هر وخت کښې آغايي ده

په ليمو راننابسي ناتراش سوټی په زوره

وايي سترگو کښې ځای ورکړی دا د سترگو سلايي ده

چې ډب نه وي ادب نه وي د سوټي دخولی منطق دی

ډبولو راښودلې ډبېدلی دانايي ده

ظالمانو يو وهلی ټکولی اورټلی

زړه کښې ويره سر کښې ويره زمونږ برخه کدايي ده

ضربا ضربو زده کړی په مونږ ضرب زباني هم

د ضربي قوه کښې ضرب شته د سکې ضرب کفايي ده

چې وهي مو راته وايي گورئ اوس به مو سړی کړم

په وهلو سړی کېږد زور لښته مو دايې ده

د موسی امسا چينې کړې له وچ کاڼی نه روانې

د دهقان لاس کښې يې کړی قلبه سمه په غوايي ده

گدا ځان پرې دی ساتلی د خروړې سپي له خولې نه

يو ړانده لره يې کړې ډېره ښه رهنما يي ده

کله شي خولې د سترگو بينا سترگې ړندوي

د رنجو سلايي سترگو ته ورکړي زېبايي ده

چې سوټی سلايي بولی اوله چانه نه شرمېږي

ښه په زور کښې را روانه ياره ستا بېحيايي ده