غزل

سوز د اضطراب مې شو رسيد د صبر مغز ته

Hamza Shinwari

سوز د اضطراب مې شو رسيد د صبر مغز ته

ځکه چې رانغلو اجابت د اثر مغز ته

سر کې مې، دماغ، کې خيال پکې صورت د يار

گويا رسېدلی دی چينجی د ثمر مغز ته

چرته مسرت د عاشقانو په دې د هر کې

ځي يې چې په څوکو د مژگانو نظر مغز ته

عشق لکه عرض غوندې محتاج وي جسم حسن ته

څنگه چې محتاج د خپل وجود دی هنر مغز ته

رنگ لکه اوبه څرگندوي په بېل بېل لوښي کې

خيال د يار چې کړي د سر اخفا نه گذر مغز ته

لوله دوباره يې که يو ځل پرې باندې پوه شې

لار به د حمزه و کاندي نظم نثر مغز ته