نظم

سپين وېښته

Abdul Bari Jahani

كله مي زړه ته سي راتيري پخوانۍ خبري

سترګو ته راسي د ځوانۍ خبري

د ژوند په تورو، په تيارو كونجو كي

د اميدونو شمعي ولګيږي

د زمانې له اغزو ډكي كوڅې

ګلونه وسپړي لاله لاله سي

د پسرلي د نسيم

له جنتي، له زرغونو، له ښايستو ګوتو نه

دانه دانه زلمۍ نغمې تويېږي

او د بڼو پر څوكو

راته ورېښمين زرين خيالونه ناڅي

وايم وزر وكمه والوزمه

وايمه ګور د خيام ولړزوم

له هره رګه نشې وپاڅوم

وايم سيتار سم له هر تاره سره ـ

د ترانو سېلونه وځغلوم

چي يو ناڅاپه د خيالونو لړۍ

لكه پرېشان خوبونه وتورېږي

د آيينې مخي ته ودرېږم

پر خپلو سپينو وېښتو لاس تېروم

ژبه كي زور د ګړېدلو نه وي

پښو كي مي واك د نڅېدلو نه وي

سينه كي اور د مستېدلو نه وي

له دوو لېمو اوښكي راوڅڅيږي

او د خيالونو ځولۍ ورغړوي