نظم
سُرابي هيله
Abdul Bari Jahaniيه زما لېونی خوبه
يه زما غرڅنۍ ميني
يه زما کوثري خياله
يه زما اورنۍ ويني
يه زما سرابي هيلو
يه نيمګړو اميدونو
يه پر ورکو رباطونو
هېرو سويو ارمانونو
يه زما د خوب له ذامه
خوځېدلو هوسونو
يه زما د خيال له غېږي
ورکو سويو جنتونو
يه زما له ماشوم لاسه
الوتلو مرغکيو
يه زما خوښۍ پايمالي
سوځېدلو بدمستيو
يه زما د فکر سينده
يه زما د نظم اوره
يه د ژوند ورکه ساحله
د هوښياري مستۍ کوره
يه زما سېرابي تندي
يه زما سرابي جامه
د بې هوښه عقل خياله
له آغازه تر انجامه
يه زما فرهادي منډو
يه زما ميني شېريني
د قسمت هېره سينه کي
خوځېدلي تودې ويني
زما ياغي مستو خيالونو
يو وار زړه ته راستانه سئ
زما خوږو ورکو خوبونو
بيا پر سترګو مېلمانه سئ
يو وار بيا مي ورلاهو کئ
د خيالي کوثر څپو ته
زما د خضر سمندر ته
زما نامرادو اندېښنو ته
يو وار بيا مي په سينه کي
د ځوانۍ لمبه تازه کئ
يوه مسته ايښمه غواړم
نور مي ژوند لمبه لمبه کئ
يو وار بيا مي شيخ ته يوسئ
د ګناه زرګوني پاڼي
د سنګسار ميدان ته راوړئ
د بېهوښه قسمت کاڼي
ما ته مه وايه نصيبه
چي رشتيا مي سول خوبونه
ما ته مه راوړه نسيمه
زمولېدلي سوغاتونه
ما ته مه ښيه اسمانه
ستا له قهره سوځېدلي
ستا ياغي سېلاب وهلي
ستا خوني توپان وژلي
زه رشتيا يم کړولی
زه خيالونه درنه غواړم
زه له ويښو سترګو ژاړم
زه خوبونه درنه غواړم
دا د عقل زنځير واخله
لېونۍ ازادي راکړه
که احساس د ژوندانه دئ
دا خيرات دي نيمه خوا کړه