نظم

سرنوشت

Gul Pacha Ulfat

سرنوشت گوره چې څوک څنگه څه شان ورکوي

زاړه مړ ژواندی پرېږدي پېغلي ځوانان ورکوي

د ورکولو کار کښې مهارتونه لري

څوک عياشۍ کښې ورک کړي څوک په حرمان ورکوي

کله مغرور کړي سړی ښو ښو چانسونو باندې

دومره يې کړی معتبر چې بيا خپل ځان ورکوي

ته چې هر فکر کوې زه درته دومره وايم

که يې وزرونه ورکړه پوه شه! مېږيان ورکوي

دا سياست زوړ شوي چې لوړ پرېږده ځوی وژنه

اوس د نرتوب په وژله ابن عمران ورکوي

يو سړيخور سياست خوري شخصيت د سړی

د سر سړی نه پرېږدي قهر مانان ورکوي

د بدبينۍ تياره يې دومره کړه زياته چې اوس

دا جل وهلی خلک آب حيوان ورکوي

بد گمانيو هر يو بل ته تک تور وښوده

خلک دغلو ډله کښې اصلي کاروان ورکوي

يو بل پسې لا څه چې، يو بل سره هم نه ځي

په داسې حال کښې زړونه خپل اطمينان ورکوي

ډېرو خپل پل غلط کړ او په غلطه لاړل

ملامت نه دي خلک که رهبران ورکوي

چې غريبي کړي ورکه له کورو کلی ځنی

د غريبانو دښمن غريبانان ورکوي

چې خاين ورک شي بېخي او څوک يې نوم وانخلي

دارالامان کښې يې هم دفتر، ديوان ورکوي

که نا مطلوب

شي وزيرنو سفارت ته يې لېږي

خدای دې خيرونه ورکړي چې څه ړانده خوپالي

چې له نظره نه شي نظر بازان ورکوي