غزل

ستا بشر مې په بصر کې يو قمر د بيدارۍ شته

Hamza Shinwari

ستا بشر مې په بصر کې يو قمر د بيدارۍ شته

زما شپه ده بوږنېدلې چې سحر د بيدارۍ شته

اسوېلي مې د ارمان شول ستا ککيو سره جمع

جوړ زما په غفلتونو ستا نظر د بيدارۍ شته

دا سلگۍ مې چې ټپرېږي دا زبېرگي مې چې رپېږي

د بڼو وروځو په گواښ کې څه خبر د بيدارۍ شته

چې نظر يې اړخ بدل کړو د خمار د (ر) د لاندې

په کړه وړه کې د خوبانو لا اثر د بيدارۍ شته

په سحر کې څنگه خوږ و حمزه! ماته چې خوب راغی

عارفانو حق ويلي چې ثمر د بيدارۍ شته