غزل

ستا چې تصور په تخيل د دېوانه کې وي

Hamza Shinwari

ستا چې تصور په تخيل د دېوانه کې وي

گويا ميخانه چې په ورکوټې پيمانه کې وي

څه به دلچسپي زما او ستا په افسانه کې وي

سول وي که سېځل دغه په شمع، پروانه کې وي

بې نيازۍ او دو رنگۍ ستا کړو دا حالت زما

يوقدم مې کور کې وي او بل ويرانه کې وي

سترگې د الست دميو ډکي گرځوې زما

کله بندول د خولې صفت په پيمانه کې وي

پوهه دی اشنا په عشق تپوس مې چې د حال کوي

دا ده مدعا چې د بيمار په خسمانه کې وي

زړه ته به ځيگر زما له قهره ولې سور نه وي

ډکه ای حمزه چې خزانه په خزانه کې وي