غزل

ستا د نظر دتجلۍ سره چې تللی نظر

Hamza Shinwari

ستا د نظر دتجلۍ سره چې تللی نظر

تر اوسه سترگو ته زما نه دی راغلی نظر

زما زمری نظر که تاته اوچت هم نه گوري

ستا دهوسی غوندې وي بيا هم ترهېدلی نظر

لاسرمايه د ارمانونو يې سوا شوه اشنا

ستا په ورشو کې چې ولجه اوشوکېدلی نظر

دا غيريت خو پخوا نه و خدای دې خير و کړي

څرنگه نن دهغه شوخ دی بوږنېدلی نظر

حمزه په مينه کې تاثير هم اپوټه غوندې شي

چې مې د اوښکو په اوبو دی سوځېدلی نظر