غزل ستا غم دې زما تل وي که فرقت وي نو م وي دې Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 ستا غم دې زما تل وي که فرقت وي نو م وي دې حاصل د محبت مې که حسرت وي نو هم وي دې 02 الفت زما ضمير ته جگجگۍ وکړې چې چوپ شه چې زړه راخبر نه کړې که ذلت وي نو هم وي دې 03 دښمن يم د عادت خو چې عادت دې شوم په مينه اوس دا راته زړه وايي که عادت وي نو هم وي دې 04 امامه د پی مخو قد قامت درپسې وايم هر څو که قد قامت د قيامت وي نو هم وي دې 05 بس دا چې ده ته مه گوره محفل کې ماته گوره اغيار ته د راتگ که اجازت وي نو هم وي دې 06 باران د وصال راوړه د ورېځ غوندې کريمه که ژوند لکه حباب مې يو ساعت وي نو هم وي دې 07 د زړه په خواوشا کې مې خوږه غوندې ښکالو ده په خدای مې توکل که محبت وي نو هم وي دې 08 ځواني مې په خندا خندا کې څاڅي لکه شمع اوس نور دې دخندا که څه قيمت وي نو هم وي دې 09 درشل ته که د يار دې حمزه سر ورسي بس دی بيا نور ددې نه پورته که رفعت وي نو هم وي دې Dictionary meaning × Headword