غزل
ستا غمونه به ختمېږي هم که نه
Hamza Shinwariستا غمونه به ختمېږي هم که نه
دا دردونه به جوړېږي هم که نه
ستا وعدې دنن سبا خو راته وايه
چې به چرې وفا کېږي هم که نه
د سوخته وو په نعرو او په ژړا څه
کله زړه دې پرې زهرېږي هم که نه
نه مې ځای شته په صحرا کې نه په کور کې
گورم ځای مې چرته کېږي هم که نه
لږ خو واوره په دنيا کې ستا د ظلم
افسانې ويلی کېږي هم که نه
لږ خو يې وپوښته چې ستا په درد و غم کې
په حمزه به څه تېرېږي هم که نه