غزل
ستا جمال دی نمايان زما په مخ
Hamza Shinwariستا جمال دی نمايان زما په مخ
ستا دې خدای کړي نمايان رضا په مخ
که هر څو دسوري سوری ليده نه شي
ستا دزلفو سوري وينم ستا په مخ
ستوماني تر څاښته مه باسه بيا وايه
که ښکاره کړ ملاحت سبا په مخ
ته گل قند د اننگو ور کړه مريض ته
طبيب څه کړي چې دې شته دوا په مخ
که د چا په مخ خلاصی شته له عذابه
نو باده هم شي روا د چا په مخ
که خوله نه راکوې هغه ادا وکړه
له حيا کېده لاسونه بيا په مخ
په فراق کې د حمزه ديدن ښه نه دی
وي همدمه يې مېلمه قضا په مخ