غزل

ستا که هستي د حوادثو له ادراکه وځي

Hamza Shinwari

ستا که هستي د حوادثو له ادراکه وځي

نه شي کېدی چې به حالات د تا له واکه وځي

څو چې په دار د محبت دې نه شي هوش او شعور

چرته باده؟ چې د خم خم زلفو له تا که وځي

که الوده يم د دنيا داسې فطرت راکړه

لکه هيلۍ چې د اوبوله مېنځه پاکه وځي

بس خو يوه د زړه دانه ده چې فنا نه مني

تېغ دبقا دجنگ په لاس اخلي له خاکه وځي

ستا د همت دکوتاهۍ او ناتوانۍ نخښه ده

دا چې نعرې دې په ډېر زور کې له افلاکه وځي

خاورې ايرې وي هغه زړه چې محبت نه لري

بيا دې څه کار وي وايه، اور چې له خاشاکه وځي

په اشنايانو ازميښت د صداقت مه کوه

بيا يې څه خوند د تعلق چې تش تپاکه وځي

هغه نمر مخی زړه ته راغی چې وحشت راغی

ځکه رڼا مې دگرېوان له هره چاکه وځي

د حمزه لور ته د رندانو سترگې واوړېدلې

ساقي چې غږ کړو له محفل نه دې کاواکه وځي