غزل
ستا مې افسانه کړه افسانه دې کړم
Hamza Shinwariستا مې افسانه کړه افسانه دې کړم
وې چې ستا نشان مې، نشانه دې کړم
ستا و د عاشق نه پرده غرض
ما نه مرور شوې بهانه دې کړم
زه دانه ناڅيزه وم په خاورو کې
ای د زړه قراره دُردانه دې کړم
عقل لکه شمع وم خپل ځان لره
ته چې راښکاره شوې پروانه دې کړم
زه چپه صحرا ستا له جلاله وم
ای جميله را چې غلې خانه دې کړم
خوله شوه د دنيا گنبزه ستايي مې
ای دحق مضرابه ترانه دې کړم
ځار دې زه حمزه شم دنگاه ځنې
کړم چې ديوانه، نو فرزانه دې کړم