غزل ستا نظر مې کړلو مات که زه فنا يم Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 ستا نظر مې کړلو مات که زه فنا يم سپېلني غوندې که سوځم په گډا يم 02 که مې زړه دی که مې خوله ده، زما نه دي خو بس څه چې ستا په زړه شي هغه وايم 03 څه که ساز د زړه مې ډک دی د نغمو نه عشقه ستا مضراب چې نه وي بې نوا يم 04 لکه شمع د محفل په غفلت باندې په پرده دخندېدو کې په ژړا يم 05 ستا دزلفو مينې سيوری د ماښام کړم ستا دمخ په ديدن سترگه د سبا يم 06 عجيبه ده چې مونږ دواړه يو وجود يو چې بيا گورم ته جدا يې، زه جدا يم 07 ما چې ستا ثنا کوله پوهه نه وم چې په خپله خوله دخپل ځان په ثنا يم 08 خطا وار نه يم چې يو ناڅاپه راغلې هر کلی شو رانه پاتې وارخطا يم 09 ته خو ووايه يو ځل چې حمزه څه شو زما خاورې به هم چغې کړي چې دا يم Dictionary meaning × Headword