غزل

ستا په تبسم يې حوصله وکړه

Hamza Shinwari

ستا په تبسم يې حوصله وکړه

اوښکو بوږنېدونکو مې شېبه وکړه

گرمې غوسې ستا مې اوښکې وچې کړې

اور په اوبه څنگه غلبه وکړه

ستړيه د کثرت څه خو راستون شه ته

لږ څه خو په ځان کې ننداره وکړه

نن په ټيټو سترگو ارمانونو مې

ستا په پښتنو سترگو جرگه وکړه

ښه امتې دې ور کړه عشقه هر ځلي

غم که د دوران بده حمله وکړه

اوس راته زاهد وايي چې پرېږده عشق

حيف چې له صهبا نه مې توبه وکړه

يار وته چې تلم خو عشقه ستا په ډاډ

شوه په وينو سره چې مې اسره وکړه

پوه دخپل نظر په گستاخۍ نه يم

ستا دې اننگو څنگه خوله وکړه

بيا به سبا لاړ شې اوس يوازې يم

گرانه انتظاره نن خو شپه وکړه

ويښ چې شي حمزه دا خيبري زلمي

پاڅه حيدري غوندې نعره وکړه