غزل

ستا ستمگاره زه ممنون ولې يم

Hamza Shinwari

ستا ستمگاره زه ممنون ولې يم

چې در نه لاړمه راستون ولې يم

ورځه نو تا چې زه ليدی نه شمه

بيا نو په تا باندې مفتون ولې يم

روغه عالمه چې مجنون مې گڼې

لږ خو مې پوه کړه چې مجنون ولې يم

خط دې چې راشي زه يې نه پرانېزم

وايه چې پوه يې په مضمون ولې يم؟

وېره د سر د کم ظرفۍ نخښه ده

زه به په څېر د اپلاتون ولې يم

د کاينات افسون مې نه بوږنوي

خو ستا د سترگو له افسون ولې يم

خامي له تا او که له ما ده اشنا

زه د اغيارو په لمسون ولې يم

چې دزړه زړی سلامت و زما

حمزه پوهېږم چې زرغون ولې يم