غزل سترگې دې ست راته کوي داشارو په ژبه Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 سترگې دې ست راته کوي داشارو په ژبه خو څه باور نه شي کېدی د لېونو په ژبه 02 ماته ډيوو دي راښودلي د سلگو په ژبه چې يادوم دې د سحر د اسوېلو په ژبه 03 ساده خو نه يې خو حيا مې جوړ له خولې اخلي ډېر مې خواستونه درته وکړه د لېمو په ژبه 04 وختونه هم د حقيقت ترجماني نه کوي راځي نقطي جدا جدا يې د لمحو په ژبه 05 د انتظار په طوفاني خولو کې ډوب يمه زه ستا د بار خو ستاينه تل وي د غرمو په ژبه 06 ما خو واعظه توبه کړې واخله بيا توبه اوس خو توبه کولی نه شم د توبو په ژبه 07 باڼه دې برند وي ته که ويښ يې که وده يې اشنا تل وي د غشو تذکره د پښتنو په ژبه 08 د محبت د تصرف به درته څه وايمه؟ وي د سبا په خوله چې څه مې وي د شپو په ژبه 09 حمزه رښتيا شو که هر څو مې ورته غوږ نه ايښود هغه دروغ چې به راتلل د وسوسو په ژبه Dictionary meaning × Headword