نظم
سترګي
Abdul Bari Jahaniپرون مى ناببره
پسله كلونو ستا پر لور سترګي در واوښتلې
او د عينكو شاته
يوازي ستا د خمارو سترګو كيسه پاته وه
نه له اوبو ډكي وې
نه له رمزو ډكي وې
نه له نخرو ډكي وې
پكښي مي ونه ليدل
د مستۍ ډك سره او نري رګونه
نه يې رازونه ويل
نه يې نازونه كول
نه يې باڼو پيره دار
نه يې وارونه كول
نه يې ښكارونه كول
نه يې د زړونو امېلونه پېيل
نه يې وعدې د سباوون كولې
نه يې كيسې د مستو شپو نه د پرون كولې
نه يې كاږه باڼو حملې د شواخون كولې
نه يې پر زړونو اورول نوى تازه وارونه
نه يې له سترګو تښتوله د ځوانۍ خوبونه
درته كتل مي چي ښايستې سترګي دي
هغه د ميو پيمانې سترګي دي
له بيخوبيه له مستيه تكي سرې سترګي دي
د غزلونو افسانې سترګي دي
بنګ د ځوانۍ او د مستۍ نه لري
ناز د ورېښمني ناوكۍ نه لري
تمه د عمر د نازونو د پيړۍ نه لري
او له كونجونو څخه غلى غلى
د بلى مستى غنم رنګى نازولي نجلۍ
ها د ښكلا له تارو پوده د اودلي نجلۍ
د غټو بورو سترګو
په ننداره پسي كرار كرار مزلونه وهي
چي خپلي شپې به يې ياديږي كنه
چي خاطرې به يې پارېږي كنه
پټي له ځان سره ژړېږي كنه ـ