نظم

سوال

Ghani Khan

نۀ مې ستا دا نرۍ شونډې دی پکار

نۀ دا زلفې دې ول ول لکه ښامار

نۀ د بتې په شان دنگه غړۍ غواړم

نرگسی سترگې نۀ ډکې د خُمار

نۀ غاښونه دې لعلونه د عدن

نۀ ننگی دې غت سرۀ سرۀ لکه انار

نۀ پستې د سريندې په شان خبرې

نۀ وجود لکه د سروې وضعدار

خو يو شې راته راوښايه دلبره!

د لاله په شان زړگے غواړم داغدار

يو دوه اوښکې چې دغم اؤ محبت وی

په لکونو به لعلونه ترې کړم زار

خدايه! وکړم د غنچې سره خندا؟

کۀ د خوار غريب بلبل سره گريان؟

خدايه! وگورم دخپل يار ښکلی مخ ته

کۀ د خپل سوی زړگی شم تماشان

خدايه! وويرېږم ستا د لوې دوزخه

يا کۀ تمه، کړم شروع د حور غلمان

تۀ مې پوےئ کړه ته مې پوےئ کړه نۀ پوهېږم

چې زه تا کړمه خوشحاله او که ځان؟