غزل
ته یې اورې د باران څاڅکي تویېږي؟
Abdul Bari Jahaniپه څه زور پرمخ د مځکي را اورېږي؟
هم څڅېږي پر بامونو هم کړکیو
پرغوږو یې آواز څومره ښه لگېږي
څه بېغمه څه ارام ورته پراته یو
په لمن کي د تیارې جهان ډوبېږي
زموږ له خوني بهر ټول جهان تیاره دی
د آسمان تر لمن څاڅکي را څڅېږي
د دې ستر باران په مخکی دواړه هیڅ یو
پر دې مځکه زموږ وجود نه معلومېږي
یوځل پاڅه دا زما ږغ په غوږو اورې؟
زما اواز دی تر غوږونو در رسېږي؟
یوه شپه به لکه نن باد او باران وي
په همدې کور کی چی اوس پکښي پراته یو
نه به اورو نه به وینو نه پوهېږو
هېر مي نه سي زه او ته به دواړه مړه یو.