غزل
تا چې سبا وكړو سبا نه راځي
Hamza Shinwariراشي په هر چا خو په ما نه راځي
بيا دې نو په بيا دى څه باور په كار
سل ځله بيا وكړې، خو بيا نه راځې
ووايه زاهد ته ګنا زه كوم
زور خو يې كمبخته په تا نه راځي
خداى دې مين ډېر كړي چې ښېرې كوي
ماله خو نور چل د دعا نه راځي
ښكليه! چې موسكې په ټيټو سترګو شې
هيڅ دې اندازه د ښكلا نه راځي
عشق دى لكه وخت خو زه حمزه پكې
تل وي په تګ، بيرته په شا نه راځي