غزل تا چې په سترگو کې خندا زده کړه Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 تا چې په سترگو کې خندا زده کړه ما دې له سترگو نه ژړا زده کړه 02 غم د الفت د انتها څه کوې غم د غم پرېږده ابتدا زده کړه 03 ماته خندا ستا په ژړا راځي مَينه وخانده ژړا زده کړه 04 ستا شرابي سترگې مې يادې وي تل ځکه زبان زما خطا زده کړه 05 دا تماشې خو ستا نظر جوړوي ته لږ کتل د تماشا زده کړه 06 مه کړه پروا په لوړ ژور د مزل په چپو تگ لکه دريا زده کړه 07 په آيينه کې خپل جمال ووينه بيا د حيرت سبب زما زده کړه 08 زړه مې په تاخ کې د نسيان مه ږده ور سره لوبې مشغولا زده کړه 09 درته حمزه کړي د هنر خبره ووايه زده کړه ما، چې تا زده کړه Dictionary meaning × Headword