غزل
ته د افغان ولس دهرې هېلې سر ته ولاړ
Abdul Bari Jahaniته ئې په خوب او هم په ویښه ئې نظر ته ولاړ
ته ئې دهر قدم ملګرې او د هر نفس یار
ته ئې پنځه وخته دورانې خونې ور ته ولاړ
ته ئې دتورو شپوپه زړه کې خپکۍ ئې د خوب
ته ئې مدام لکه بلاغوندي سحرته ولاړ
ته مې تعبیر ئې د خوبونو ، ترجمان ئې ماته
خزانه دغه دې ده مېنه ته مېزبان ئې ماته
ته ئې بهارکې دغوټېو خندا ګانو کې پروت
ته دګلونو په عطرونو ، ښکلا ګانو کې پروت
ته د نودو په حرکت او خوځېدو باندي ښکېل
ته ئې د پاڼوپه ځلااو نواګانوګانو کې پروت
ته د هر بوټي په ریښه او په تنه باندي سپور
ته ئې دهرې ونې تن او په ساه ګانوکې پروت
ته یو رښتین ، ژوندی تصویر د خړ افغان ئې ماته
خزانه ! دغه دې ده مېنه ،ته ميزبان ئې ماته
د تنکۍ پيغلې په بارخو او سترګو ته ښکاریږی
دنوي ځوان په اننګواو بریتو ته ښکاریږی
د هر افغان وجود ته ته دخپل سینګار ورکوی
قد کې ئې ته ، څيره کې ته او په تلو ته ښکاریږی
ته ئې خندا او په خوښۍ کې لکه لمر ځلیږی
د غم په سوز ، په اوښکوته او ساندو ته ښکاریږی
ته له وفا نه ډک ملګری دافغان ئې ماته
خزانه !دغه دې ده مېنه ته مېزبان ئې ماته
دلته لا پاڼه شین پنډک وي چې زیړیږي له تا
ګل لا غوټۍ وي چې له ویرې نه لرزیږي له تا
دلته په پرخه کې هم ستا دوجود نخښه ښکاری
شنیلئ غوړیږي نه له ځمکې ، چې ویریږي له تا
باران ، اوبه او وریځې دلته خرابي راولي
څاڅکې ، ذرې ، هلته ويدي او یا پاڅیږي له تا
پسرلی وی نورو ته، خو ته رښتین جانان ئې ماته
خزانه ! دغه دې ده مېنه ته مېزبان ئې ماته