غزل

تا د عقبی سره دنيا کړه خوښه

Hamza Shinwari

تا د عقبی سره دنيا کړه خوښه

ما د پيالې سره مينا کړه خوښه

اوس به کامل شې ای زما نظره

تا چې دنيا او نه عقبی کړه خوښه

چې د بڼو لاندې دې ماته کتل

تا د الفت ولې افشا کړه خوښه

چا په دروغو چې اول کوله

مينه يې پسته په رښتيا کړه خوښه

دا خو په دې چې بې اشنا پاتې شم

ما اشنايي د هر اشنا کړه خوښه

ښه ده د ژوند مې يوه ورځ شوه سوا

ما چې وعده ستا د فردا کړه خوښه

ته که مفهوم د زړه چاودون غواړې

لکه د گل هسې خندا کړه خوښه

ستا چې چپيا لکه د گل خوښه ده

ما لېونو غوندې خندا کړه خوښه

حمزه! دا داغ به يې يو گنج گڼلو

گل د رېدي ځکه صحرا کړه خوښه