غزل

تا حسن ته چې غوره سر کوزي کړله رسوا شوې

Hamza Shinwari

تا حسن ته چې غوره سر کوزي کړله رسوا شوې

ای عشقه چې له خپلې خودۍ ووتې رسوا شوې

احساس مې شو زلمی چې زړبودي په بدن راغله

د سر سترگې چې ټپې شوې د زړه سترگې پيدا شوې

پيدا کړه امتزاج د محبت او له ښايسته

بيا پس له دې دې خوښه که مجنون شوې که ليلی شوې

اشنا چې ته زما سره اشنا نه وې اشنا وې

اشنا چې اوس زما سره اشنا شوې نا اشنا شوې

ستا مخ چې په حجاب و، حيرانۍ وې خاموشۍ وې

تا پورته چې حجاب کړو آيينې وې چې گويا شوې

هر شی مې شته په زړه کې ولې بې طلبه نشته

هر څوک چې شو ورمخ د آيينو ژبې پيدا شوې

زړه وړوني تا خو وې چې نور زما نه سوا نشته

اشنا په آيينه کې نن و چاته په خندا شوې

صهبا در کې د ناز چې وو، ستا سر له حيا ټيټ و

خالي چې شوې ددې نه کبرجن لکه مينه شوې

کوثره که ويالې غوندې بهېږې يوه ورځ به

دا تږی پښتون قام درته نارې کړي چې دريا شوې

حمزه! دا دروغ نه و چې خواخوږی د قام نه يې

ستايل د شونډو زلفو دې دا ښايي چې رښتيا شوې