غزل تا مې ارمانونه کړه همه دخاورو لاندې Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 تا مې ارمانونه کړه همه دخاورو لاندې ځي مې کمينۍ لکه غبار په فضا باندې 02 واړه بلبلان چې يو په تا پسې ژړا کا ای گلابه وايه ته د چا دچا د پاره خاندې 03 څوک درته نظر کړی شي په چا سترگې زياتې دي راشه يو رواج دی چې لوگی کړم درته سپاندې 04 گړونځو دې د وروځو بې اختياره په ژړا کړم راغله زلزله وچې چينې يې کړلې تاندې 05 ما چې په سپرلي کې توبه وکړه له شرابو ځکه د خزان سترگې په تلو نه دي نغلاندې 06 ما حمزه رټه لکه د سپي خو په خلوت کې خانده رب د پاره راته ته د رقيب وړاندې Dictionary meaning × Headword