غزل
تا سره اشنا شومه ستا سره بلد شومه
Hamza Shinwariتا سره اشنا شومه ستا سره بلد شومه
خود له واکه ووتم تېر چې له خپل حد شومه
ماده سکه ترديد کړئ دا چې جهان نشته دی
گوري اضافت زما دې د پاره رد شومه
کار د آيينې سره پوه نه شوم زما څه و
ځان کې چې مشغول شومه ځان د پاره سد شومه
تا سره وحدت زما راغلو خو مونږ يو نه شو
ستا د الف قد په سر، تاج لکه د مدشومه
طفل د ابجدومه لار د محبت کې زه
لا خو (زه) په لار کې يم، څو که اب و جد شومه
ستا د التفات په وخت ښه پوره حمزه يمه
ستا چې التفات نه وي خپل نظر کې رد شومه