غزل
ته به ما نه شې ليدی که دې لېمه شم
Hamza Shinwariته به ما نه شې ليدی که دې لېمه شم
بيا به نورو ته هوس کړې چې دې زړه شم
دا د عين او د غير نفې جوړ صحيح ده
زه چې کله کله ته او کله زه شم
ته زما په خوله چې ورد هسې روان شې
زه خبر شم چې و تاته در په زړه شم
ته چې تل زما د بدو شکايت کړې
که خدای کاندي زه به زر تر زره ښه شم
د رقيب او شمعې مخ و ته نظر کړه
زه حمزه دې د محفل نه چې په تله شم