غزل
ته له کومه ځايه چې همته پرېوتی شوې
Hamza Shinwariته له کومه ځايه چې همته پرېوتی شوې
داسې معلومېږي ترې په بره هم ختی شوې
ستوريو که ليدلی شوی زما د زړه داغونه
بيا خو به د نمر سره يې هم سترگې نيوی شوې
ولې سړيتوب دې د اشنا په التفات ځي
ای زما نظره صبرناکه ولې سپی شوې
زه دې اوس د فکر دايره هم دې محور يم
لار دې هم په ما وه اشنا کوم طرف ته تلی شوې؟
ته وې جوړ چاړه د پسرلي په لاس خزانه
نوی ژوند دې راوړ جوړ زړو ته سر کلی شوې
نن چې اشنا راغی ولې ځان دې تېروېستل
ته چې په وعده يې تل تر تله تېروتی شوې
ای د مينې رنگه ټول رنگونه دې کړل محو
ځای دې هم حمزه و چرته ته پاتې کېدی شوې