غزل

تاته د هستۍ ښکاري مکان په آيينه کې

Hamza Shinwari

تاته د هستۍ ښکاري مکان په آيينه کې

دا فقط امکان دی د زمان په آيينه کې

ته چې يې خپل حسن ته خندان په آيينه کې

اوس دې جوړې وپېژندو ځان په آيينه کې

تل چې مضطرب يم گوزارونه پخپل ځان کړم

غير يمه له ځانه د جهان په آيينه کې

سترگې دې ورواړوه چې تت کاته يې ورک شي

شي چې را پيدا نوې مژگان په آيينه کې

زړه زما ساده شو تش له هر څه چې خبر شو

نه کاندي وختونه مې گردان په آيينه کې

ما به هله وينې چې لوگی دې شم له زلفو

زه لکه نگهت يمه پرېشان په آيينه کې

تا چې ورته مخ کړو د جوهر موجونه گوره

سيند د رنگينۍ ښکاري روان په آيينه کې

واخله ترې تفسير يې که رواني که وداني ده

خپله نه څه وران شته،نه ودان په آيينه کې

راشه د حمزه دخالي زړه نه هر څه زده کړه

شته دی هر يو څيز لره عرفان په آيينه کې