نظم
ټالۍ
Ghani Khanژوند مې ټال دے زۀ پرې زانگم
زړۀ د خيال په نيلی سور دے
د قسمت پړی اوږدۀ دی
خېژومه پرې ټالۍ
څۀ دی څۀ دی بدکۀ ښۀ دی
د ديواله اخوا څۀ دی
چې محراب د ملا جان دے
کۀ خمار د ملالی
زۀ د مټو په زورپړ يم
زۀ په اوږی نظر پړ يم
زۀ د ځان سره سيالی کوم
زۀ پړ نۀ يم په سيالۍ
زه د خېشت مقام لټومه
رنگ اؤاز خيال اؤ نظر کښې
لکه څاڅکے تله واخلی
تلی زور په سمندر کښې
که دفکر تېز نظر دے
د قسمت دېوال محکم دے
دېخوا دېخوا خو به سم کم
خو دا غم د اخوا غم دے
زه بوټے د رڼا څاڅکے
په يو تور اؤ ورک جهان کښې
د خپل خود په رڼا گرځم
د قسمت کوڅې لټومه
د ټال پړی که پاخۀ وی
کۀ نری وی کۀ وراسته وی
زۀ ټالۍ خو به خيژومه
زۀ ټالۍ خو به خيژومه